د پاکستاني سیاستوالو او عالمانو دریځ څخه د حقاني هرکلی
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i48948-د_پاکستاني_سیاستوالو_او_عالمانو_دریځ_څخه_د_حقاني_هرکلی
د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د پاکستاني عالمانو د وروستي دریځ او د دې هیواد د بهرنیو چارو وزیر د څرګندونو هرکلی کړی دی.
(last modified 2025-12-29T08:49:25+00:00 )
جدی 08, 1404 13:18 Asia/Kabul
  • د پاکستاني سیاستوالو او عالمانو دریځ څخه د حقاني هرکلی

د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د پاکستاني عالمانو د وروستي دریځ او د دې هیواد د بهرنیو چارو وزیر د څرګندونو هرکلی کړی دی.

حقاني پرون په کابل کې د یوې غونډې په ترڅ کې وویل چې د پاکستان جمعیت علما د مشر فضل الرحمن او د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار څرګندونې د افغانستان په وړاندې خیرخواهانه دي.د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزیر ادعا وکړه چې افغانستان بې ساری امنیت لري او د دوی حکومت هم ژمنه کوي چې د نورو هیوادونو په وړاندې هیڅ ګواښونکې اراده یا غلط فکر نلري.څه موده وړاندې پاکستاني عالمانو د افغانستان د هوايي حریم د سرغړونې او د پاکستان د پوځ لخوا په دې هیواد باندې د برید په اړه کلکه نیوکه وکړه، او وویل چې دا کړنې به د دواړو هیوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي کچه ډیره کړي.