صهیونیستي پوځیانو په لویدیځه غاړه چاپې وهلي
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i48768-صهیونیستي_پوځیانو_په_لویدیځه_غاړه_چاپې_وهلي
فلسطیني رسنیو راپور ورکړی چې د صهیونیستي رژیم پوځ د لویدیځې غاړې په مختلفو سیمو کې چاپې وهلې او یو شمیر فلسطینیان یې نیولي دي.
(last modified 2025-12-24T09:16:05+00:00 )
جدی 03, 1404 13:45 Asia/Kabul
  • صهیونیستي پوځیانو په لویدیځه غاړه چاپې وهلي

فلسطیني رسنیو راپور ورکړی چې د صهیونیستي رژیم پوځ د لویدیځې غاړې په مختلفو سیمو کې چاپې وهلې او یو شمیر فلسطینیان یې نیولي دي.

نن سهار اشغالګرو ځواکونو په بیت لحم، نابلس، جنین او الخلیل ښارونو برید وکړ او په لویه کچه یې فلسطینی ځوانان ونیول.له بلې خوا په لویدیځه غاړه کې د پریس تلویزیون یو خبریال نن د اشغال شوي قدس شمال په قلندیا کمپ کې د صهیونیستي ځواکونو د چاپې په اړه د ژوندي راپور ورکولو پرمهال د پلاستیکي ګولۍ له امله ټپي شو.دا بدلونونه په داسې حال کې رامنځ ته کېږي چې صهیونیستي رژیم د قلندیا په سیمه کې د ښارګوټو لویې کچې پروژې پرمخ وړي؛ یو پلان چې په پراخه کچه د اشغال شوي قدس د رام الله او شاوخوا فلسطیني سیمو څخه د بشپړ جلا کولو هڅې په توګه لیدل کیږي.