امریکا ته د ونزویلا د ولسمشر خبرداری
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i48551-امریکا_ته_د_ونزویلا_د_ولسمشر_خبرداری
د وینزویلا ولسمشر نن د امریکا پر پالیسیو نیوکه وکړه او ټینګار یې وکړ چې د هغه هیواد به هیڅکله بهرني تسلط ته تسلیم نشي.
(last modified 2025-12-18T09:02:14+00:00 )
قوس 27, 1404 13:31 Asia/Kabul
  • امریکا ته د ونزویلا د ولسمشر خبرداری

د وینزویلا ولسمشر نن د امریکا پر پالیسیو نیوکه وکړه او ټینګار یې وکړ چې د هغه هیواد به هیڅکله بهرني تسلط ته تسلیم نشي.

نیکولاس مادورو وویل: "ټول هغه زیانونه چې امریکا یې زموږ په هیواد باندې د رسولو هڅه کوي د وینزویلا د خلکو د مبارزې لپاره به په یوه نه ماتیدونکي اراده بدل شي."د وینزویلا ولسمشر خبرداری ورکړ: "امریکا غواړي زموږ په هیواد باندې یو ګوډاګی حکومت مسلط کړي چې له اته څلویښتو ساعتونو څخه زیات دوام ونکړي."د وینزویلا ولسمشر دوام ورکړ: "زه هیڅ شک نلرم چې زموږ خلک او زموږ اردو په بشپړ ډول متحد دي ترڅو زموږ د تیلو، کانونو او زموږ ټولې خاورې حق تضمین کړي."مادورو زیاته کړه: "هغه څه چې امریکا یې وړاندیز کوي هغه جنګیالي او استعماري غوښتنې او د رژیم د بدلولو هڅه ده."