آسیايي جام کې د افغانستان او سریلانکا مخامخ کیدل
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i48424-آسیايي_جام_کې_د_افغانستان_او_سریلانکا_مخامخ_کیدل
د افغانستان د کرکټ له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډله له سیالې سریلانکایې لوبډلې سره مخامخ کېږي
(last modified 2025-12-14T09:06:09+00:00 )
قوس 23, 1404 13:34 Asia/Kabul
  • آسیايي جام کې د افغانستان او سریلانکا مخامخ کیدل

د افغانستان د کرکټ له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډله له سیالې سریلانکایې لوبډلې سره مخامخ کېږي

دا لوبه چې د ۱۹ کلنو د کرکټ د آسیايي جام د لوبو په لړۍ کې ترسره کېږي، د کابل په وخت د سهار په نهه نیمو بجو د دوبی د کرکټ په لوبغالي کې پیلېږي.د آسیايي جام په لوبو کې چې په متحد عربي اماراتو کې روانې دي افغانستان په بې ګروپ کې له بنګلدېش، نیپال او سریلانکا سره او په الف ګروپ کې هند، پاکستان، متحده عربي امارات او مالیزیا یوځای دي.افغانستان په دې لړۍ کې خپله لومړۍ لوبه پرون بنګلدېش ته په دریو ویکټو وبایلله.