صهیونیستي چارواکي په سوریه د برید ټینګار لري
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i48299-صهیونیستي_چارواکي_په_سوریه_د_برید_ټینګار_لري
په داسې حال کې چې د سوریې پر خاوره صهیونیستي رژیم یرغل دوام لري، د صهیونیسټانو د کابینې یو وزیر په نږدې راتلونکي کې سوریې سره د جګړې خبر ورکړی دی.
(last modified 2026-01-21T10:41:05+00:00 )
قوس 19, 1404 13:34 Asia/Kabul
  • صهیونیستي چارواکي په سوریه د برید ټینګار لري

په داسې حال کې چې د سوریې پر خاوره صهیونیستي رژیم یرغل دوام لري، د صهیونیسټانو د کابینې یو وزیر په نږدې راتلونکي کې سوریې سره د جګړې خبر ورکړی دی.

د صهیونیسټانو د کابینې اشغال شوي فلسطین څخه بهر د یهودي چارو وزیر، عمي حای شیکلی په سوریه کې د بشارالاسد د رژیم د نسکوریدو د لومړۍ کلیزې په مناسبت ویلي دي چې سوریې سره د دوی جګړه حتمي ده.هغه هغو شعارونو ته اشاره وکړه چې د سوریې خلک د غزې په ملاتړ کې غږوي او وویل چې سوریه به هیڅکله زموږ ملګری نه وي.دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې د سوریې په سویلي برخه کې د صهیونیسټانو بریدونه لاهم روان دي، او دې بریدونو لسګونه کسان وژلي دي.همدارنګه د ولایتونو ځینې برخې لکه قنیطره او د سوریې د پلازمینې دمشق شاوخوا سیمې د صهیونیسټانو د رژیم د پوځ تر اشغال لاندې دي.