د جاپان شمال ختیځ کې زورور ځمکرېږد
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i48263-د_جاپان_شمال_ختیځ_کې_زورور_ځمکرېږد
پرون ماښام د جاپان شمال ختیځ ساحل ته نږدې اووه اعشاریه پنځه درجې زلزله وشوه.
(last modified 2025-12-09T09:17:24+00:00 )
قوس 18, 1404 13:46 Asia/Kabul
  • د جاپان شمال ختیځ کې زورور ځمکرېږد

پرون ماښام د جاپان شمال ختیځ ساحل ته نږدې اووه اعشاریه پنځه درجې زلزله وشوه.

د جاپان صدراعظم سنا تاکایچی وویل چې دیرش کسان ټپیان شوي او یوه کوچنۍ اورلګېدنه رامنځته شوې ده.ځمکرېږد شاوخوا نوي زره خلک هم اړ کړل چې خپل کورونه پریږدي.د جاپان د هوا پېژندنې ادارې تېره شپه له ځمکرېږد وروسته د سونامي خبرداری ورکړ. دا خبرداری هم ورکړ چې په راتلونکو ورځو کې قوي زلزلې ممکن دي.جاپان د نړۍ د زلزلې ځپلو هیوادونو څخه یو دی، چې په دوه زره یوولسم کال کې یې د نهه درجې ځمکرېږد او سونامي سره مخ شو، چې شاوخوا شل زره کسان یې ووژل او د فوکوشیما اټومي ناورین یې رامینځته کړ.