د پاکستاني ځواکونو عملیاتو کې د ۹ وسلوالو وژل کیدل
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i48159-د_پاکستاني_ځواکونو_عملیاتو_کې_د_۹_وسلوالو_وژل_کیدل
د پاکستان پوځ اعلان وکړ چې د ټانک او لکي مروت په سیمو کې په دوو استبخاراتي عملیاتو کې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) سره تړلي نهه وسله وال وژل شوي دي.
(last modified 2025-12-06T09:29:35+00:00 )
قوس 15, 1404 13:58 Asia/Kabul
  • د پاکستاني ځواکونو عملیاتو کې د ۹ وسلوالو وژل کیدل

د پاکستان پوځ اعلان وکړ چې د ټانک او لکي مروت په سیمو کې په دوو استبخاراتي عملیاتو کې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) سره تړلي نهه وسله وال وژل شوي دي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې په یوه بیان کې اعلان وکړ چې له وژل شویو کسانو څخه وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي.د پاکستان د پوځ د رسنیو څانګې په وینا دغو کسانو د امنیتي ځواکونو، قانون پلي کونکو ادارو او همدارنګه د ملکي وګړو په نښه کولو په وړاندې په ګڼ شمیر فعالیتونو کې فعال رول لوبولی دی.د یادونې وړ ده چې تحریک طالبان پاکستان (TTP) په وروستیو کلونو کې په پاکستان کې د یو شمیر وژونکو بریدونو مسؤلیت په غاړه اخیستی دی.