بهرني ګواښونو سره پر مبارزې د ونزویلا ټینګار
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i48158-بهرني_ګواښونو_سره_پر_مبارزې_د_ونزویلا_ټینګار
د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو وايي چې هیواد یې سوله غواړي خو د افراطي ډلو او د هغوی د بهرنیو ملاتړو له ګواښونو سره به مقاومت وکړي.
(last modified 2025-12-06T09:28:53+00:00 )
قوس 15, 1404 13:58 Asia/Kabul
  • بهرني ګواښونو سره پر مبارزې د ونزویلا ټینګار

د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو وايي چې هیواد یې سوله غواړي خو د افراطي ډلو او د هغوی د بهرنیو ملاتړو له ګواښونو سره به مقاومت وکړي.

نیکولاس مادورو وویل که چیرې موږ وسله والې مبارزې ته اړ شو، نو موږ به د خپل هیواد د دفاع لپاره دا کار وکړو.د بهرنیو دښمنانو ګواښونو ته په اشارې سره، د وینزویلا ولسمشر وویل چې که یوه ورځ د وسله والې مبارزې وخت راشي، نو موږ به د سولې، حاکمیت او خپل هیواد لپاره وسله پورته کړو او له دې ځمکې به دفاع وکړو.