د افغانستان پر سیاسي خپلواکي د متقي ټینګار
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i48101-د_افغانستان_پر_سیاسي_خپلواکي_د_متقي_ټینګار
د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي چې د افغانستان بهرنۍ پالیسي خپلواکه ده او د کوم ځانګړي هیواد په وړاندې هیڅ ډول تعصب نلري.
(last modified 2025-12-04T09:34:59+00:00 )
قوس 13, 1404 14:04 Asia/Kabul
  • د افغانستان پر سیاسي خپلواکي د متقي ټینګار

د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي چې د افغانستان بهرنۍ پالیسي خپلواکه ده او د کوم ځانګړي هیواد په وړاندې هیڅ ډول تعصب نلري.

امیر خان متقي ټینګار کړی چې د افغانستان بهرنۍ پالیسي د کابل لخوا ټاکل کیږي او هیڅ هیواد حق نلري چې پدې برخه کې مداخله وکړي.د افغانستان او هند اړیکو په اړه د پاکستان د اعتراضونو په ځواب کې هغه وویل: زموږ اړیکې له هند سره په بشپړ ډول سیاسي او اقتصادي دي، او موږ حق لرو چې له هر هغه هیواد سره چې وغواړو اړیکه ونیسو."هغه زیاته کړه: "د کابل پیغام روښانه دی: افغانستان پخپله د افغانستان بهرنۍ پالیسي ټاکي نه پاکستان."دا څرګندونې په داسې وخت کې کیږي چې اسلام آباد په مکرر ډول ویلي دي چې د کابل او نوي ډیلي ترمنځ اړیکې د دوی له نظره امنیتي خطر ګڼل کیږي او د دې مسلې په اړه اندیښمن دی.