افغانستان د کرکټ آسیا جام کوربه توب کوي
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i47870-افغانستان_د_کرکټ_آسیا_جام_کوربه_توب_کوي
د افغانستان کرکټ بورډ اعلان کړی چې د دوه زره پنځه ویشتم کال د اسیا د نولس کلنو کرکټ اتلولۍ به په یوه دریم هیواد کې کوربه توب وکړي.
(last modified 2025-11-26T09:08:33+00:00 )
قوس 05, 1404 13:31 Asia/Kabul
  • افغانستان د کرکټ آسیا جام کوربه توب کوي

د افغانستان کرکټ بورډ اعلان کړی چې د دوه زره پنځه ویشتم کال د اسیا د نولس کلنو کرکټ اتلولۍ به په یوه دریم هیواد کې کوربه توب وکړي.

دا تړون د اسیا د کرکټ شورا سره شوی او د اسیا د نولس کلنو اته لوبډلې به په دوو ګروپونو کې د روان کال د لیندۍ له نولسمې څخه تر دېرشمې پورې په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي.د دې سیالیو کوربه توب ګټل د افغانستان لپاره یوه لویه بریا ګڼل کیږي او د افغانستان کرکټ بورډ دا د هیواد د سپورت لپاره یو مهم پرمختګ بولي.د افغانستان کرکټ بورډ رییس میرویس اشرف هم وویل چې دا زموږ لپاره یوه تاریخي پیښه ده او د کرکټ نړیوالو پروګرامونو ته د دې ادارې ژمنتیا ښیي.