کورنيو سرچنیو څخه د برېښنا پر تولید ټینګار
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i47841-کورنيو_سرچنیو_څخه_د_برېښنا_پر_تولید_ټینګار
د برېښنا شرکت اجرایوي رییس عبدالباري عمر وايي چې کورنیو سرچینو څخه د برېښنا تولید کار په چټکۍ سره روان دی او د برېښنا سکتور کې د ظرفیت لوړولو ته ځانګړې پاملرنه شوې ده.
(last modified 2025-11-25T08:59:13+00:00 )
قوس 04, 1404 13:28 Asia/Kabul
  • کورنيو سرچنیو څخه د برېښنا پر تولید ټینګار

د برېښنا شرکت اجرایوي رییس عبدالباري عمر وايي چې کورنیو سرچینو څخه د برېښنا تولید کار په چټکۍ سره روان دی او د برېښنا سکتور کې د ظرفیت لوړولو ته ځانګړې پاملرنه شوې ده.

هغه په یوه ناسته کې وویل چې په هیواد کې دولس سوه میګاواټه ظرفیت لرونکې د برېښنا تولید پروژې باندې کار روان دی او د نولس زره اووه سوه میګاواټه برېښنا تولید لپاره هوکړه لیکونه لاسلیک شوي دي.عبدالباري عمر دا هم وویل د برېښنا هغه شبکې چې څو لسیزې وړاندې په هیواد کې جوړې شوې وې عصري معیارونو سره سمې نه دي او د پیرودونکو لپاره اړین برېښنا نشي چمتو کولی. هغه وویل چې د برېښنا شبکو اصلاح کول لسګونه میلیارد افغانیو ته اړتیا لري.