سرپرست حکومت سره د دښمنۍ لپاره د لویدیځ هڅې
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i47818-سرپرست_حکومت_سره_د_دښمنۍ_لپاره_د_لویدیځ_هڅې
د سرپرست حکومت د امربالمعروف وزیر محمد خالد حنفي ویلي دي چې لویدیځوال هڅه کوي چې د دوی نظام کمزوری کړي.
(last modified 2025-11-24T08:49:17+00:00 )
قوس 03, 1404 13:18 Asia/Kabul
  • سرپرست حکومت سره د دښمنۍ لپاره د لویدیځ هڅې

د سرپرست حکومت د امربالمعروف وزیر محمد خالد حنفي ویلي دي چې لویدیځوال هڅه کوي چې د دوی نظام کمزوری کړي.

د امربالمعروف وزیر وویل چې د دوی نظام اسلامي تعلیماتو څخه اخیستل شوی او له همدې امله لویدیځ ورسره استدلال کوي.هغه ادعا وکړه چې په تیرو څلورو کلونو کې، دغه ادارې د لس زره اجباري ودونو مخه نیولې او د کورني تاوتریخوالي څلویښت زره قضیې یې حل کړې دي.حنفي دا د خپل حکومت لپاره یوه لویه لاسته راوړنه وبلله او وویل چې د شریعت پلي کول په افغانستان کې د دوی یو له مهمو اهدافو څخه دی.محمد خالد حنفي دا څرګندونې په کابل کې د منکراتو لمنځه وړلو تر سرلیک لاندې په یوه غونډه کې وکړې.