د افغانستان د سره صلیب نړیوالې کمېټې خبرداری
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i47815-د_افغانستان_د_سره_صلیب_نړیوالې_کمېټې_خبرداری
د افغانستان د سره صلیب نړیوالې کمېټې خبرداری ورکړی چې ناچاوده توکي هره ورځ د افغانانو ژوند اخلي.
(last modified 2025-11-24T08:46:02+00:00 )
قوس 03, 1404 13:14 Asia/Kabul
  • د افغانستان د سره صلیب نړیوالې کمېټې خبرداری

د افغانستان د سره صلیب نړیوالې کمېټې خبرداری ورکړی چې ناچاوده توکي هره ورځ د افغانانو ژوند اخلي.

دې ادارې نن اعلان وکړ چې دوی به په بادغیس ولایت کې د "ناچاوده توکو د خطرونو په اړه پوهاوی او خوندي چلند" په موضوع یوه غونډه وکړي.دې ادارې خبرداری ورکړ چې په ټول افغانستان کې شاوخوا شپږ اعشاریه څلور ملیون خلک د ناچاوده توکو له خطر سره مخ دي.د سره صلیب په وینا، هره میاشت په ټول افغانستان کې له پنځوس څخه ډیر ملکي وګړي د دې موادو له امله وژل کیږي یا ټپیان کیږي.په یوه راپور کې چې مخکې د دې سازمان لخوا خپور شوی و، تیر کال په افغانستان کې د څلور سوه څلور دیرش ماشومانو په ګډون پنځه سوه څلور شپېته کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.