لویدیځه غاړه باندې د اشغالګرو بریدنونو دوام
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i47769-لویدیځه_غاړه_باندې_د_اشغالګرو_بریدنونو_دوام
د صهیونیستي رژیم پوځ د لویدیځې غاړې په نابلس ښار کې په یوه برید کې یو فلسطیني پولیس افسر وواژه او یو بل یې ونیول.
(last modified 2025-11-22T09:33:56+00:00 )
قوس 01, 1404 14:03 Asia/Kabul
  • لویدیځه غاړه باندې د اشغالګرو بریدنونو دوام

د صهیونیستي رژیم پوځ د لویدیځې غاړې په نابلس ښار کې په یوه برید کې یو فلسطیني پولیس افسر وواژه او یو بل یې ونیول.

اشغالګرو همدارنګه په یوه بله پېښه کې د فلسطین ولسي جرګې یو غړی او د هغه ماشومان هم نابلس ښار کې ونیول.په ورته پیښه کې د صهیونیستي رژیم پوځ په الخلیل ښار چاپه ووهله او د الخلیل ښاروالۍ د کارمندانو د ټولنې مشر او دوه خوشې شوي فلسطیني بندیان یې هم ونیول.سربیره پردې صهیونیستي پوځ په الخلیل کې د فلسطینیانو په کورونو چاپه ووهله او پنځه پنځوس کسان یې ونیول.د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو اونیو کې په لویدیځه غاړه کې تاوتریخوالی د پرله پسې چاپو، د خلکو د ډله ییزو نیولو او د صهیونیستي رژیم لخوا د فلسطیني کورونو ویجاړولو سره زیات شوي دي.