د ایران منځګړیتوب څخه د پاکستانه هرکلی
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i47654-د_ایران_منځګړیتوب_څخه_د_پاکستانه_هرکلی
وروسته له هغه چې ایران د کابل او اسلام آباد ترمنځ د ثبات د پیاوړتیا لپاره خپل چمتووالی اعلان کړ، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر حسین اندرابي وویل، "ایران د پاکستان یو ورور او دوست هیواد دی او موږ د تهران د ډیپلوماټیکو هڅو ستاینه کوو."
(last modified 2025-11-17T09:33:21+00:00 )
عقرب 26, 1404 14:02 Asia/Kabul
  • د ایران منځګړیتوب څخه د پاکستانه هرکلی

وروسته له هغه چې ایران د کابل او اسلام آباد ترمنځ د ثبات د پیاوړتیا لپاره خپل چمتووالی اعلان کړ، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر حسین اندرابي وویل، "ایران د پاکستان یو ورور او دوست هیواد دی او موږ د تهران د ډیپلوماټیکو هڅو ستاینه کوو."

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي په دې وروستیو ورځو کې په کابل او اسلام آباد کې له چارواکو سره په ورته موضوع ټیلیفوني خبرې کړې دي.د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي اعلان وکړ چې ایران د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ثبات د پیاوړتیا لپاره په خبرو اترو کې دی.هغه وویل چې د دې مسلې په اړه یوه سیمه ییزه غونډه په اجنډا کې ده.د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم په دې مسله کې لیوالتیا ښودلې او ویلي یې دي چې د کابل او اسلام آباد ترمنځ د منځګړیتوب لپاره د ایران د پلان هرکلی کوي.