د بنګلادېش پخوانۍ لومړۍ وزیره شیخ حسینه
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i47650-د_بنګلادېش_پخوانۍ_لومړۍ_وزیره_شیخ_حسینه
د بنګله دیش د جرمونو نړیوالې محکمې د دغه هیواد پخوانۍ لومړۍ وزیره شیخ حسینه د بشریت پر وړاندې د جرمونو په تور په غیاب کې د مرګ سزا واوروله.
(last modified 2025-11-17T09:30:20+00:00 )
عقرب 26, 1404 13:59 Asia/Kabul
  • د بنګلادېش پخوانۍ لومړۍ وزیره شیخ حسینه

د بنګله دیش د جرمونو نړیوالې محکمې د دغه هیواد پخوانۍ لومړۍ وزیره شیخ حسینه د بشریت پر وړاندې د جرمونو په تور په غیاب کې د مرګ سزا واوروله.

د بنګله دیش ګوښه شوې لومړۍ وزیره شیخ حسینه د دوشنبې په ورځ د جرمونو نړیوالې محکمې څخه دا سزا ترلاسه کړه.پخوانۍ لومړۍ وزیره تیر کال په بنګله دیش کې د هیواد په کچه د لاریونونو د وژونکي ځپلو وروسته د وژنې، نسل وژنې، شکنجې او غیر انساني کړنو په تور مجرمه وبلل شوه.هغه د تیر کال په اګست کې له هیواده وتښتیده او اوس په هند کې ده.