د عربستان سیالۍ کې د افغان موی‎تای کار مبارزه
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i47581-د_عربستان_سیالۍ_کې_د_افغان_موی_تای_کار_مبارزه
کپتان او د موی تای د پنځه اویا کیلوګرام وزن کټګورۍ استازی محمد یوسف جهانګیر تر اوسه پورې په سعودي عربستان کې د اسلامي پیوستون لوبو کې د برنزو مډال ګټلی دی.
(last modified 2025-11-13T08:28:20+00:00 )
عقرب 22, 1404 12:56 Asia/Kabul
  • د عربستان سیالۍ کې د افغان موی‎تای کار مبارزه

کپتان او د موی تای د پنځه اویا کیلوګرام وزن کټګورۍ استازی محمد یوسف جهانګیر تر اوسه پورې په سعودي عربستان کې د اسلامي پیوستون لوبو کې د برنزو مډال ګټلی دی.

جهانګیر د اندونیزیایي سیال په وړاندې بریا سره نیمه پای لوبې ته ورسید او نن به د یوه عربستاني سیال په وړاندې سیالۍ سره مخ شي.که هغه نن بریالی شي، هغه کولی شي د سپینو زرو مډال وګټي او په سیالۍ کې خپل دوهم ځای ټینګ کړي.یو بل افغان موی تای کار، سید حمیدالله سادات هم د اتیا کیلوګرام وزن کټګورۍ په وروستي پړاو کې قزاقستاني سیال ته ماتې ورکړه.هغه به نن په فاینل کې د یوه ایراني سیال په وړاندې مبارزه وکړي.د یادونې وړ ده چې خلیل رسولي د روزونکي او علي ظفر عاطفي د موی تای نړیوال قاضي له دغو لوبغاړو سره شتون لري.