د رستمي غېږنیونې سیالۍ
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i47499-د_رستمي_غېږنیونې_سیالۍ
د افغانستان د سامبو او کورش فدراسیون چارواکو په هیواد کې د غیږې نیولو ملي سیالیو د دیارلسم پړاو پیل اعلان کړ.
(last modified 2025-11-10T07:36:14+00:00 )
عقرب 19, 1404 12:05 Asia/Kabul
  • د رستمي غېږنیونې سیالۍ

د افغانستان د سامبو او کورش فدراسیون چارواکو په هیواد کې د غیږې نیولو ملي سیالیو د دیارلسم پړاو پیل اعلان کړ.

ټاکل شوې ده چې دا سیالي د دې اونۍ د پنجشنبې او جمعې په ورځ ترسره شي چې کوربه توب یې هرات ولایت کوي.د بادغیس، فاریاب، هرات، فراه، نیمروز، هلمند، کندهار، زابل، ارزګان او غور ولایتونو څخه لسګونه لوبغاړي به په دې سیالۍ کې برخه واخلي.رستمي غیږ نیونه د افغانانو یو له کلتوري او مشهورو لوبو څخه دی چې په وروستیو کلونو کې یې په پراخه کچه هرکلی شوی دی.