د افغانستان پر وړاندې د مراکش فوټسال ملي ټیم بریا
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i47461-د_افغانستان_پر_وړاندې_د_مراکش_فوټسال_ملي_ټیم_بریا
افغانستان په فوټسال کې له مراکش ماته وخوړه ، د افغانستان د فوټسال ملي ټیم د مراکش په وړاندې څلور پر صفر ماته ومنله.
(last modified 2025-11-08T07:59:36+00:00 )
عقرب 17, 1404 12:27 Asia/Kabul
  • د افغانستان پر وړاندې د مراکش فوټسال ملي ټیم بریا

افغانستان په فوټسال کې له مراکش ماته وخوړه ، د افغانستان د فوټسال ملي ټیم د مراکش په وړاندې څلور پر صفر ماته ومنله.

دا لوبه د اسلامي پیوستون د ټورنمنټ په ترڅ کې نن د ریاض په کوبه توب وشوه.په دې ترتیب په دغه ټورنمنټ کې د افغانستان د ګروپي پړاو لوبې پای ته ورسېدې او بل پړاو ته د رسېدو لپاره باید تاجیکستان خپله راتلونکې لوبه له ایران وګټي.افغانستان له ایران، مراکش، او تاجیکستان سره په یوه ګروپ کې وو چې له ایران سره یې دوه پر دوه مساوي کړې وه، له تاجیکستان یې نهه پر پنځه ګټلې وه او له مراکش یې څلور – صفر ماته وخوړه.