د عینکو مس کاري چارو پر چټکتیا د کابل ټینګار
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i47433-د_عینکو_مس_کاري_چارو_پر_چټکتیا_د_کابل_ټینګار
د سرپرست حکومت د کانونو او پټرولیم وزیر هدایت الله بدري ویلي دي چې د عینک مسو کان د استخراج پروسه باید ګړندۍ شي.
(last modified 2025-11-06T08:07:37+00:00 )
عقرب 15, 1404 12:35 Asia/Kabul
  • د عینکو مس کاري چارو پر چټکتیا د کابل ټینګار

د سرپرست حکومت د کانونو او پټرولیم وزیر هدایت الله بدري ویلي دي چې د عینک مسو کان د استخراج پروسه باید ګړندۍ شي.

نوموړي د عینک د مسو کان د استخراج مسؤلیت لرونکي چینایي شرکت له چارواکو سره په یوه غونډه کې ټینګار وکړ چې شرکت باید د قرارداد له شرایطو سره سم خپلې ژمنې په بشپړه توګه پوره کړي.د عینک د مسو قرارداد په دوه زره اتم کال کې د چینایي شرکت او د افغانستان د اسلامي جمهوریت دولت ترمنځ لاسلیک شو، خو لا تر اوسه یې استخراج په عملي ډول نه دی پیل شوی.د دې کان د زیرمو ارزښت شاوخوا پنځوس میلیارد ډالر اټکل شوی دی.