سوریه کې د ناکراریو دوام
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i47248-سوریه_کې_د_ناکراریو_دوام
د سوریې رسنیو د سوریې په سویلي سویدا ولایت کې د پوځ په یوه پوسته باندې د وسله والو ډلو د برید راپور ورکړی دی.
(last modified 2025-10-29T08:54:41+00:00 )
عقرب 07, 1404 13:22 Asia/Kabul
  • سوریه کې د ناکراریو دوام

د سوریې رسنیو د سوریې په سویلي سویدا ولایت کې د پوځ په یوه پوسته باندې د وسله والو ډلو د برید راپور ورکړی دی.

د رسنیو په راپور کې ویل شوي چې په دې ولایت کې یاغیانو او وسله والو ډلو د " المتونة " پوسته هاوانونو او درنو وسلو سره په نښه کړې ده.تر اوسه پورې دې بریدونو څخه د احتمالي تلفاتو په اړه کوم راپور نه دی خپور شوی.د سویدا په مختلفو سیمو کې اوسنۍ نښتې په داسې حال کې روانې دي چې د چنګاښ له دوه ویشتمې راهیسې د وسله والو کوچیانو قبیلو او وسله والو دُرُوزیو ترمنځ خونړۍ نښتې شوې دي.