شمالي وزیرستان کې د ۵ پاکستاني سرتیرو وژل کیدل
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i47203-شمالي_وزیرستان_کې_د_۵_پاکستاني_سرتیرو_وژل_کیدل
د پاکستان پوځ وايي چې په کرم ایجنسۍ او شمالي وزیرستان کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) سره په نښته کې د دوی پنځه سرتیري وژل شوي دي.
(last modified 2025-10-27T08:22:39+00:00 )
عقرب 05, 1404 12:51 Asia/Kabul
  • شمالي وزیرستان کې د ۵ پاکستاني سرتیرو وژل کیدل

د پاکستان پوځ وايي چې په کرم ایجنسۍ او شمالي وزیرستان کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) سره په نښته کې د دوی پنځه سرتیري وژل شوي دي.

د پاکستان د پوځ مطبوعاتي دفتر ویلي چې دوی په نښته کې د پنځه ویشت بریدګرو په له منځه وړلو کې هم بریالي شوي دي.دغه بنسټ ادعا کړې چې دا کسان د افغانستان له خاورې څخه وزیرستان ته ننوتلي وو او دوی یې په دقیقو عملیاتو کې ګیر کړي دي.د پاکستان پوځ دا هم ادعا کړې چې د اکتوبر په څلور ویشتمه او پنځه ویشتمه، دوی د ډیورنډ فرضي کرښې له هاخوا څخه خیبر پښتونخوا ولایت ته په دوو جلا عملیاتو کې له یو شمیر وسله والو سره نښته کړې ده.خو سرپرست حکومت دا ادعاوې سیاسي تبلیغات بللي او ویلي یې دي چې د افغانستان خاوره به هیڅکله د بل هیواد پر ضد ونه کارول شي.