د امریکا یوې کارخونه کې چاودنې ۱۶ کسان وژلي
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i46854-د_امریکا_یوې_کارخونه_کې_چاودنې_۱۶_کسان_وژلي
د امریکا په تنسی ایالت کې د مهماتو په یوه کارخونه کې د یوې درنې چاودنې له امله لږ تر لږه شپاړس کسان وژل شوي دي.
(last modified 2025-10-12T08:24:08+00:00 )
میزان 20, 1404 12:50 Asia/Kabul
  • د امریکا یوې کارخونه کې چاودنې ۱۶ کسان وژلي

د امریکا په تنسی ایالت کې د مهماتو په یوه کارخونه کې د یوې درنې چاودنې له امله لږ تر لږه شپاړس کسان وژل شوي دي.

ویل کیږي چې دا پیښه د امریکا په وخت د شنبې په سهار رامنځته شوې او کارخونې د امریکا د پوځ او ځینو بهرنیو پیرودونکو لپاره مهمات تولیدول.دا لا روښانه نه ده چې د چاودیدونکو توکو په فابریکه کې د چاودنې لامل څه و.د جمعې په ورځ اخیستل شوي ویډیو کې ښکاري چې د تاسیساتو له ویجاړ شوې ودانۍ څخه لاهم د اور لمبې پورته کېږي ، سوځیدلي موټرونه او لوګی ښیې.دا ډول چاودنې په امریکا کې ډیری وختونه شوي دي، او ډیری یې لاملونه په داسې ځایونو کې د سیمو ضعیف خوندیتوب او ساتنې ته اشاره کوي.