د بنګلادېش پر وړاندې د افغانستان بریا
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i46779-د_بنګلادېش_پر_وړاندې_د_افغانستان_بریا
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د پنځوس اوره سیالیو لومړۍ لوبه له بنګله دیش څخه د پنځو ویکټو په توپیر وګټله.
(last modified 2025-10-09T09:20:45+00:00 )
میزان 17, 1404 13:49 Asia/Kabul
  • د بنګلادېش پر وړاندې د افغانستان بریا

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د پنځوس اوره سیالیو لومړۍ لوبه له بنګله دیش څخه د پنځو ویکټو په توپیر وګټله.

دا لوبه پرون چهارشنبې د دوبۍ په شیخ زاید ستډیوم کې ترسره شوه.د بنګله دیش لوبډلې پچه ګټلې او بیټنګ یا توپوهنه یې غوره کړې وه چې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره یې افغانستان ته د دوه سوه یو ویشت منډو هدف ټاکلی و. افغان لوبډلې د پنځو لوبغاړو په سوځیدو، په اووه څلوېښت اور کې دغه هدف پوره کړ.د دې لوبلړۍ دوهمه سیالي د اکتوبر په یوولسمه او درېیمه او وروستۍ یې د اکتوبر په څوارلسمه ترسره کیږي.د یو ورځنیو لوبو دا لوبلړۍ داسې مهال پیلیږي چې بنګله دیش له افغانستان څخه درې واړه شل اوره سیالۍ وګټلې.