هندي چارواکي وايي را روانه اونۍ د متقي کوربه دی
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i46631-هندي_چارواکي_وايي_را_روانه_اونۍ_د_متقي_کوربه_دی
د هند د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي به د تلي له اوولسمې څخه تر څلورویشتمې پورې نوي ډیلي ته رسمي سفر وکړي.
(last modified 2025-10-04T09:25:05+00:00 )
میزان 12, 1404 13:54 Asia/Kabul
  • هندي چارواکي وايي را روانه اونۍ د متقي کوربه دی

د هند د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي به د تلي له اوولسمې څخه تر څلورویشتمې پورې نوي ډیلي ته رسمي سفر وکړي.

دا په څلورو کلونو کې هند ته د سرپرست حکومت د لوړ پوړي چارواکي لومړی سفر دی.د ملګرو ملتونو امنیت شورا د پنجشنبې په ورځ یو لنډمهاله معافیت صادر کړ، چې د یوې اونۍ لپاره یې د متقي د سفر محدودیتونه لرې کړل.د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند راندیر جیسوال په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې وویل چې معافیت په عامه توګه اعلان شوی او موږ به د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د سفر په اړه معلومات تازه کړو.هغه زیاته کړه چې د هند او افغانستان ترمنځ ډیپلوماټیکې اړیکې په وروستیو میاشتو کې روانې دي، او د می په میاشت کې د هند د بهرنیو چارو وزیر او امیر خان متقي ترمنځ ټیلیفوني خبرې اترې د دې تعاملاتو یوه بیلګه ده.