د افغانستان او بنګلادېش ترمنځ ۲۰ اووریزه کرکټ سیالۍ
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i46587-د_افغانستان_او_بنګلادېش_ترمنځ_۲۰_اووریزه_کرکټ_سیالۍ
د افغانستان او بنګله‌دېش د کرکټ د ملي لوبډلو ترمنځ نن پنجشنبهلوبلړۍ پیلېږي.
(last modified 2025-10-02T09:29:25+00:00 )
میزان 10, 1404 13:58 Asia/Kabul
  • د افغانستان او بنګلادېش ترمنځ ۲۰ اووریزه کرکټ سیالۍ

د افغانستان او بنګله‌دېش د کرکټ د ملي لوبډلو ترمنځ نن پنجشنبهلوبلړۍ پیلېږي.

په دې سیالیو کې درې شل آووره او درې پنځوس آووره لوبې پلان شوې دي.د افغانستان د کرکټ بورډ د مهالویش له مخې، لومړۍ شل آووره لوبه نن ماښام د افغانستان په وخت د اوو بجو په شاوخوا کې ترسره کېږي.دوهمه او درېیمه شل آووره لوبې به د جمعې او یکشنبې په ورځو ترسره شي.د دواړو ټیمونو ترمنځ پنځوس آووره لوبې د اکتوبر په اتمه، یوولسمه او څوارلسمه نېټه ترسره کېږي.د کرکټ بورډ په وینا، د افغانستان د ملي ټیم غړي به له بنګله‌دېش سره د لوبو تر بشپړېدو وروسته زیمبابوې ته سفر وکړي، څو هلته ټیسټ او شل آووره لوبې ترسره کړي.