د آسیا غوره لیګ سیالۍ
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i46526-د_آسیا_غوره_لیګ_سیالۍ
د آسیا غوره لیګ سیالیو په دوام کې د سعودي عربستان الهلال د ازبیکستان نسف قارشی په وړاندې درې پر دوه بریا ترلاسه کړه.
(last modified 2025-09-30T08:30:18+00:00 )
میزان 08, 1404 12:58 Asia/Kabul
  • د آسیا غوره لیګ سیالۍ

د آسیا غوره لیګ سیالیو په دوام کې د سعودي عربستان الهلال د ازبیکستان نسف قارشی په وړاندې درې پر دوه بریا ترلاسه کړه.

دې بهرنۍ بریا سره د الهلال فوټبال ټیم شپږ نمرې ترلاسه کړې او د اسیا غوره لیګ د دولسو ټیمونو لویدیځ ګروپ جدول سر کې راغی.د ایران د ټراکټور ټیم د متحده عربي اماراتو د الوحده په وړاندې لوبه وکړه، چې بې له ګوله مساوي پای ته ورسیده.د قطر د الغرافه فوټبال ټیم هم د عراق الشرطه ته په دوو ګولونو ماتې ورکړه.دې بریا سره الغرافه درې نمرې ترلاسه کړې او په موقت ډول د اسیا غوره لیګ د لویدیځ ګروپ کې څلورم ځای خپل کړ.