بندي شوی امریکايي وګړی خپل کور ته ستون شو
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i46502-بندي_شوی_امریکايي_وګړی_خپل_کور_ته_ستون_شو
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو اعلان وکړ چې یو امریکایی وګړی امیر امیري چې د سرپرست حکومت لخوا نیول شوی و، بیرته متحده ایالاتو ته راستون شوی دی.
(last modified 2025-09-29T09:04:04+00:00 )
میزان 07, 1404 13:33 Asia/Kabul
  • بندي شوی امریکايي وګړی خپل کور ته ستون شو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو اعلان وکړ چې یو امریکایی وګړی امیر امیري چې د سرپرست حکومت لخوا نیول شوی و، بیرته متحده ایالاتو ته راستون شوی دی.

روبیو دا هم وویل چې یو شمیر امریکایان لاهم په افغانستان کې بندیان دي او د ټرمپ اداره د ټولو امریکایی اتباعو د خوشې کولو لپاره هره هڅه کوي.په ورته وخت کې، سي ان ان راپور ورکړ چې لږترلږه درې نور امریکایان په افغانستان کې بندیان دي.دغه رسنۍ د یوې سرچینې په حواله ویلي چې د دې بندیانو څخه یو، پاول اوربي، ممکن په زندان کې مړ شوی وي.پرون د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت وویل دوی هیله لري چې افغانستان څخه د امریکایی وګړو خوشې کول به د کابل او واشنګټن ترمنځ د ښو اړیکو لپاره لاره هواره کړي.