فاکس نیوز سره د ایران د ولسمشر خبرې اترې
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i46500-فاکس_نیوز_سره_د_ایران_د_ولسمشر_خبرې_اترې
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان فاکس نیوز سره په یوه مرکه کې وویل چې ایران امریکا سره په خبرو اترو بوخت و چې پرې برید وشو.
(last modified 2025-09-29T09:02:21+00:00 )
میزان 07, 1404 13:31 Asia/Kabul
  • فاکس نیوز سره د ایران د ولسمشر خبرې اترې

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان فاکس نیوز سره په یوه مرکه کې وویل چې ایران امریکا سره په خبرو اترو بوخت و چې پرې برید وشو.

هغه ټینګار وکړ چې تر نن ورځې پورې، زموږ له خوا یو راپور هم نه دی خپور شوی چې پکې ویل شوي وي چې موږ د اټومي وسلو جوړولو په لور حرکت کړی دی. په ورته وخت کې د اټومي انرژۍ نړیواله اداره هم د ایران اټومي تاسیساتو څخه لیدنه کوله.د ایران ولسمشر ټینګار وکړ چې ایران امریکا سره په خبرو اترو بوخت و کله چې دوی برید وکړ؛ پداسې حال کې چې موږ اعلان وکړ چې موږ همکارۍ ته چمتو یو او موږ د اټومي وسلو په لټه کې نه یو.هغه وویل چې د اټومي انرژۍ اداره د ارزونې مسؤلیت لري او تر نن ورځې پورې، زموږ له خوا یو راپور هم نه دی خپور شوی چې وښيي موږ د اټومي وسلو جوړولو په لور حرکت کړی دی.