د غیږ نیونې نړیواله سیالۍ کې د ایران لوبغاړو بریا
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i46310-د_غیږ_نیونې_نړیواله_سیالۍ_کې_د_ایران_لوبغاړو_بریا
د ایران د غیږ نیونې ملي ټیم د نړیوالو اتلولیو په وروستۍ ورځ د یو سرو زرو، یو سپینو زرو او یو برنزو په ګټلو سره نړیواله اتلولي خپله کړه.
(last modified 2025-09-22T08:52:16+00:00 )
سنبله 31, 1404 13:21 Asia/Kabul
  • د غیږ نیونې نړیواله سیالۍ کې د ایران لوبغاړو بریا

د ایران د غیږ نیونې ملي ټیم د نړیوالو اتلولیو په وروستۍ ورځ د یو سرو زرو، یو سپینو زرو او یو برنزو په ګټلو سره نړیواله اتلولي خپله کړه.

په دې توګه ایران د سیالیو په دې پړاو کې چې د وږي له اووه ویشتمې څخه تر دیرشمې پورې په کرواشیا کې ترسره شوې لسو مختلفو وزنونو کې د څلورو سرو زرو، دوه سپینو زرو او دوه برنزو په ګټلو سره نړیواله اتلولي وګټله.اوس ایران د ټیم په درجه بندۍ کې د یو سل او اتیا نمرو سره اتلولي وګټله، پداسې حال کې چې د دې هیواد او په سیالۍ کې د دوهم ځای ترمنځ واټن یو نوي نمرې وې.په دې سیالیو کې آذربایجان نهه اتیا نمرو سره دوهم او ازبیکستان د دوه اویا نمرو سره دریم مقام ترلاسه کړ.