د ټرامپ څرګندونو ته د سرپرست حکومت غبرګون
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i46278-د_ټرامپ_څرګندونو_ته_د_سرپرست_حکومت_غبرګون
د افغانستان سرپرست حکومت نن غرمه په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې د امریکا د ولسمشر د وروستیو څرګندونو په اړه غبرګون وښود.
(last modified 2025-09-21T08:42:00+00:00 )
سنبله 30, 1404 13:11 Asia/Kabul
  • د ټرامپ څرګندونو ته د سرپرست حکومت غبرګون

د افغانستان سرپرست حکومت نن غرمه په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې د امریکا د ولسمشر د وروستیو څرګندونو په اړه غبرګون وښود.

په هغه خبرپاڼه کې چې د ولسمشرۍ ماڼۍ لخوا خپره شوې، راغلي چې د افغانستان سرپرست حکومت د خپلو اسلامي اصولو او متوازن او اقتصادي پلوه بهرنۍ پالیسۍ په رڼا کې، له ټولو هیوادونو سره د متقابلو او ګډو ګټو پر بنسټ مثبتې اړیکې غواړي.په اعلامیه کې راغلي چې په ټولو دوه اړخیزو خبرو اترو کې امریکا ته دا روښانه شوې چې د کابل حکومت لپاره د افغانستان خپلواکي او ځمکنۍ بشپړتیا تر بل هر څه مهمه ده.د افغانستان سرپرست حکومت د دوحې تړون ته په اشارې سره وویل چې امریکا ژمنه کړې چې د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا او سیاسي خپلواکۍ پر وړاندې به له زور او ګواښ څخه کار وانخلي او اړینه ده چې خپلو ژمنو ته غاړه کیږدي.د اعلامیې په پای کې ټینګار شوی چې د تیرو ناکامو تجربو د تکرار پر ځای، باید د واقعیت او عقلانیت پر بنسټ حل لاره غوره شي.