بلوچستان کې د پنځو پاکستاني امنیتي ځواکونو وژل کیدل
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i46138-بلوچستان_کې_د_پنځو_پاکستاني_امنیتي_ځواکونو_وژل_کیدل
د پاکستان پوځ اعلان کړی چې د بلوچستان د کچ ولسوالۍ په شیربند سیمه کې د سړک غاړې بم چاودنه کې د یو قوماندان په ګډون لږ تر لږه پنځه امنیتي پرسونل وژل شوي دي.
(last modified 2025-09-16T08:22:33+00:00 )
سنبله 25, 1404 12:51 Asia/Kabul
  • بلوچستان کې د پنځو پاکستاني امنیتي ځواکونو وژل کیدل

د پاکستان پوځ اعلان کړی چې د بلوچستان د کچ ولسوالۍ په شیربند سیمه کې د سړک غاړې بم چاودنه کې د یو قوماندان په ګډون لږ تر لږه پنځه امنیتي پرسونل وژل شوي دي.

د پاکستان د پوځ رسنیو دفتر په یوه بیان کې ویلي چې امنیتي ځواکونه په سیمه کې د استخباراتو پر بنسټ عملیاتو پرمهال د ځای پر ځای شويو چاودیدونکي توکو په چاودنه کې وژل شوي دي.د پاکستان پوځ زیاته کړه چې امنیتي ځواکونو د پیښې وروسته له وسله والو سره په نښته کې هندي پورې تړلي پنځه ترهګر وژلي دي.د پوځ د رسنیو دفتر ویلي چې د سرتیرو وژنه به په پاکستان کې د ترهګرۍ له منځه وړلو لپاره د دغه بنسټ هوډ پیاوړی کړي.