د صمود کښتۍ د غزې په لور روانې شوې
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i46109-د_صمود_کښتۍ_د_غزې_په_لور_روانې_شوې
د مقاومت د نړیوالې بېړۍ لومړۍ کښتۍ؛ د غزې د محاصرې د ماتولو شعار سره، نن سهار د تونس د سیدي بو سعید بندر څخه د غزې په لور روانه شوه.
(last modified 2025-09-15T08:44:19+00:00 )
سنبله 24, 1404 13:13 Asia/Kabul
  • د صمود کښتۍ د غزې په لور روانې شوې

د مقاومت د نړیوالې بېړۍ لومړۍ کښتۍ؛ د غزې د محاصرې د ماتولو شعار سره، نن سهار د تونس د سیدي بو سعید بندر څخه د غزې په لور روانه شوه.

په لیبیا کې هم عمر مختار کښتۍ د دې هیواد د طرابلس له بندر څخه دغه بېړۍ سره یوځای شوې ده. په ټولیز ډول، هسپانیه، تونس، ایټالیا، یونان او لیبیا شپیتو کښتیو سره د غزې په لور روانه شوې ده.د غزې د محاصرې د ماتولو لپاره د کښتیو د بیړۍ د راټولولو مرکز اوس مهال د تونس او ایټالیا په سواحلو کې دی، او ټاکل شوې ده چې د عمر مختار کښتۍ شپږو یوناني کښتیو سره یوځای شي.د دې سفر هدف د غزې محاصرې ماتول او د دې سیمې خلکو ته د نړیوالو مرستو لیږل او د صهیونیستي رژیم د جرمونو په وړاندې اعتراض کول دي.