افغانستان څخه د هندي دیپلمات شړلو ادعا رد
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i46036-افغانستان_څخه_د_هندي_دیپلمات_شړلو_ادعا_رد
د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړ چې په کابل کې میشت هندي ډیپلومات د نامطلوب عنصر په توګه نه دی ایستل شوی، بلکې د خپل ماموریت له بشپړولو وروسته له افغانستان څخه وتلی دی.
(last modified 2025-09-13T08:10:50+00:00 )
سنبله 22, 1404 12:39 Asia/Kabul
  • افغانستان څخه د هندي دیپلمات شړلو ادعا رد

د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړ چې په کابل کې میشت هندي ډیپلومات د نامطلوب عنصر په توګه نه دی ایستل شوی، بلکې د خپل ماموریت له بشپړولو وروسته له افغانستان څخه وتلی دی.

د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت وویل چې په کابل کې یو هندي ډیپلومات هریش کمار د معمول په څیر او د خپل ماموریت له بشپړولو وروسته له افغانستان څخه وتلی دی.خو په کابل کې ځینو سرچینو مخکې رسنیو ته ویلي وو چې د افغانستان سرپرست حکومت دغه ډیپلومات د حکومت له مخالفو شخصیتونو سره د لیدنې او خبرو اترو له امله له افغانستان څخه ایستلی دی.د هند د حکومت د رسمي اسنادو له مخې، په بهر کې د دې ډیپلوماتانو ماموریت معمولا درې کاله وي او که اړتیا وي نو غځول کیدی شي. خو څیړنې ښیي چې په افغانستان کې د کمار شتون له دریو میاشتو څخه کم وو.