ډونالد ټرامپ ته د مادورو خبرداری
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i45804-ډونالد_ټرامپ_ته_د_مادورو_خبرداری
د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته په خطاب کې ویلي دي چې وینزویلا کې د نظام د بدلولو لپاره د هغه هیواد پلان یوه لویه تېروتنه ده.
(last modified 2025-09-06T09:26:16+00:00 )
سنبله 15, 1404 13:55 Asia/Kabul
  • ډونالد ټرامپ ته د مادورو خبرداری

د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته په خطاب کې ویلي دي چې وینزویلا کې د نظام د بدلولو لپاره د هغه هیواد پلان یوه لویه تېروتنه ده.

هغه وویل د دې پروژې لپاره ګمارل شوي اجنټان به بې ګټې او خطرناک وي.مخکې له دې د وینزویلا اوبو ته نږدې د څو امریکایي جنګي کښتیو شتون د وینزویلا د برید لپاره د امریکا د ارادې په توګه تعبیر شوی و.د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو خبرداری ورکړی و چې دا کښتۍ په زرګونو توغندیو سره دغه هیواد په نښه کوي او د نظام د بدلولو اراده لري.د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ګډون امریکایي چارواکو تر اوسه په دې اړه په څرګنده توګه څه ندي ویلي.