سنبله 13, 1404 16:01 Asia/Kabul

نن سهار د ریښتر په کچه څلور اعشاریه اووه درجې زلزلې یو ځل بیا کونړ او ننګرهار ولایتونه ولړزول. زلزله په داسې حال کې وشوه چې په کونړ کې د کنډوالو لاندې د بند پاتې شویو خلکو لټون لاهم دوام لري. د وروستیو شمېرو له مخې په دې زلزله کې دوه زره دوه سوه او پنځه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او درې زره شپږ سوه څلویښت نور ټپیان شوي دي.