سنبله 13, 1404 16:13 Asia/Kabul
  • د آسیا ملتونو فوټبال جام مقدماتي پړاو

د افغانستان د درویشت کلنو فوټبال ملي لوبډلې د اسیا د فوټبال جام د غوراوي په لومړۍ لوبه کې د جاپان د پیاوړو ټیم په وړاندې درې پر صفر ماتې وخوړه.

دا لوبه د چهارشنبې په ماښام د میانمار په یانګون ښار کې ترسره شوه.افغانستان به په پاتې سیالیو کې له کویټ او میانمار سره مخ شي.