د ایران ولسمشر بیرته هیواد ته راستون شو
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان چین ته د خپل سفر له بشپړولو او د شانګهای په سرمشریزه کې له ګډون وروسته ایران ته ستون شو.
د دې سفر موخه د شانګهای د همکارۍ سازمان په پنځه ویشتمه سرمشریزه کې ګډون، د چین د وسله والو ځواکونو د پرېډ په مراسمو کې ګډون او ولسمشر شي جین پینګ سره لیدنه وه.په سرمشریزه کې د ګډون کوونکو پلاويو مشرانو او د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړو او څارونکو هیوادونو لوړ پوړو استازو ګډون کړی و، او د سرمشریزې په څنډه کې رسمي پروګرامونه او دوه اړخیزې غونډې ترسره شوې.په سیمه ییزو سرمشریزو لکه د شانګهای د همکارۍ سازمان په سرمشریزه کې د ایراني استازو شتون هم د امنیتي، سیاسي او څو اړخیزو اړیکو مسلو د څېړنې په موخه شوی دی.د دې سفر په جریان کې د ایران ولسمشر د چین له حکومت سره د ستراتیژیکو همکاریو لس سندونه لاسلیک کړل او د شانګهای د سرمشریزې په څنډه کې یې د نړۍ له مختلفو چارواکو سره ولیدل او خبرې اترې یې وکړې.