په دوهمه نړیوال جنګ کې د جاپان په وړاندې د چین د بریا اتیایمه کلیزه
سنبله 12, 1404 17:27 Asia/Kabul
په دوهمه نړیوال جنګ کې د جاپان په وړاندې د چین د بریا اتیایمه کلیزه د چین د پلازمینې بیجینګ په تیان آن من میدان کې ولمانځل شوه.
د چین د ولسمشر شي جین پینګ په بلنه، د شپږویشت څخه د زیاتو بهرنیو هیوادونو مشرانو یادو مراسمو کې ګډون وکړ.د پارلمان یو شمیر مشرانو، مرستیال صدراعظمانو، لوړ پوړو استازو، د نړیوالو سازمانونو چارواکو او پخوانیو سیاسي شخصیتونو هم یادو مراسمو کې ګډون وکړ.سربیره پردې، سفیران، نظامي اتشې او په چین کې میشت د نړیوالو سازمانونو استازي، او همدارنګه د روسیې، متحده ایالاتو، انګلستان، فرانسې او کاناډا په ګډون څوارلس هیوادونو څخه د جګړې پاتې شویو پځوسو استازو ته هم بلنه ورکړل شوې وه.