اشغال شوي قدس ښار کې د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د استوګنې ځای ته نږدې څو موټرونه سوځول شوي دي
سنبله 12, 1404 17:25 Asia/Kabul
د صهیونیستي رژیم پولیسو تایید کړه چې په اشغال شوي قدس ښار کې د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د استوګنې ځای ته نږدې څو موټرونه سوځول شوي دي.
دا پیښه تیره شپه د نتنیاهو د استوګنې ځای شاوخوا د لاریونونو وروسته رامنځته شوه.د صهیونیستي رژیم د لومړي وزیر کور ته نږدې د څو موټرو سوځول او لاریونونه د نتنیاهو د ناسمو پالیسیو له امله ترسره شوي او د لاریون کونکو په وینا، د فلسطیني جنګیالیو لخوا نیول شوي صهیونیستي بندیانو ژوند له خطر سره مخ کړی دی.په تیرو میاشتو کې په نیول شویو سیمو کې د نتنیاهو د پالیسیو او د هغه د افراطي ایډیالوژۍ پر وړاندې د خلکو لاریونونه زیات شوي دي.خو بنیامین نتنیاهو په غزه کې خپلو کړنو ته دوام ورکړی دی؛ هغه کړنې چې یوازې په تیره اونۍ کې د پنځو صهیونیستي پوځیانو د مړینې او له لسو څخه زیاتو د ټپي کیدو لامل شوي.