د سرپرست حکومت د کانونو وزیر
سنبله 12, 1404 17:22 Asia/Kabul
د سرپرست حکومت د کانونو وزیر په کابل کې د ایران له سفیر سره لیدنه او په بیلابیلو مسلو یې بحث کړی.
د سرپرست حکومت د کانونو وزیر هدایت الله بدري په کابل کې د ایران سفیر سره د کانونو په سکتور کې د اقتصادي همکارۍ او پانګونې پر پراختیا ټینګار وکړ.په دې لیدنه کې دواړو خواوو د افغانستان د کانونو په پروژو کې د ایراني شرکتونو د ګډون او د کانونو د استخراج په برخه کې د تجربو د تبادلې غوښتنه وکړه.ایران د افغانستان د کانونو په مختلفو سکتورونو کې پانګونه کړې او په دې هیواد کې یو له مهمو پانګوالو څخه ګڼل کیږي.د ډبرو سکرو او قیمتي ډبرو کانونه د هغو کانونو په ډله کې دي چې ایراني شرکتونو پکې پانګونه کړې ده.