سنبله 12, 1404 17:22 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې د ترهګرۍ د ګواښ په اړه د روسیې اندیښنه

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی وايي چې تر ټولو خطرناکه نړیواله ترهګره ډله داعش ده.

ضمیر کابلوف ویلي دي لکه څنګه چې تحریک طالبان پاکستان د پاکستان امنیت ته زیان رسوي او د ختیځ ترکستان ډله د چین لپاره خطرناکه ده، داعش هم د روسیې لپاره لوی خطر دی.کابلوف له رسنیو سره په خبرو کې ټینګار وکړ چې روسیه له پاکستان او چین سره موافق ده چې د دې ډلو لخوا رامینځته شوی ګواښ باید کم ونه ګڼل شي او باید له منځه یوړل شي.د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ویلي دي موږ پوهیږو چې چین او پاکستان په دوامداره توګه د دې ګواښونو په اړه سرپرست حکومت ته شکایت کوي او دا ستونزې باید د دې هیوادونو ترمنځ په مؤثره توګه حل شي.کابلوف ټینګار وکړ چې د سرپرست حکومت باید په کافي اندازه ملاتړ وشي ترڅو وکولی شي د افغانستان په خاوره کې د افراطیت له مسلې سره مخ شي.هغه وویل چې کابل باید د ګاونډیو هیوادونو سره جنجالي مسلې په دوستانه ډول حل کړي.