د امارات پر وړاندې د افغانستان بریا
سنبله 11, 1404 16:52 Asia/Kabul
د افغانستان د کرېکت لوبغاړو د درې اړخیزې لوبلړۍ په لړ کې په خپله دویمه سیالۍ کې کوربه متحده عربي اماراتو ته د اته دیرش منډو په توپیر ماتې ورکړه.
دغه سیالۍ پرون ماښام مهال په متحده عربي اماراتو کې د اماراتو په توپ وهنې سره پیل شوه او افغان اتلانو ته یې د یو سل او نهه اتیا منډو هدف ورکړ او افغان اتلانو بیا یاد هدف ترلاسه او ورسره یې لوبه د اته دیرش منډو په توپیر وګټله.د افغانستان د کرېکټ بورډ په وینا په دغې سیالۍ کې لوبډلمشر راشد خان او شرف الدین اشرف د سیالې لوبډلې درې درې وېکټې ترلاسه کړې او ورسره شرف الدین اشرف د دغې سیالۍ د غوره لوبغاړي لقب هم خپل کړ.افغانستان د دغې لوبلړۍ لومړۍ لوبه پاکستان ته بایللې وه او افغان اتلان به نن ماښام په خپله درېیمه سیالۍ کې د پاکستان پر وړاندې بیا ځلي د لوبې ډګر ته ښکته شي.