سنبله 11, 1404 16:51 Asia/Kabul
  • ترکیې ته د کرنې وزارت پلاوي سفر

د سرپرست حکومت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال د یو پلاوي په مشرۍ ترکیې ته ولاړ.

د سرپرست حکومت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت نن سه شنبه په یوه بیان کې وویل چې د کرنې او مالدارۍ وزارت مرستیال صدراعظم عثماني د ترکیې د همکارۍ او همغږۍ ادارې په رسمي بلنه ترکیې ته تللی دی.د دې سفر موخه په ترکیه کې د کرنیزو څیړنیزو مرکزونو پروژو لیدنه او د کرنیزو څیړنو او پراختیا په برخه کې د دواړو خواوو د چارواکو او متخصصینو ترمنځ سلامشورې دي.دغه وزارت ویلي چې دا سفر کولی شي د افغانستان او ترکیې ترمنځ د کرنیزو څیړنو، تجربو او د تخنیکي ظرفیتونو د ښه والي په برخه کې د لا زیاتې همکارۍ لپاره لاره هواره کړي.