د بلجیم لخوا د فلسطین رسمیت پېژندنه
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i45665-د_بلجیم_لخوا_د_فلسطین_رسمیت_پېژندنه
د بلجیم د بهرنیو چارو وزیر ماکسیم پروو نن سه شنبه اعلان وکړ چې هیواد یې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د فلسطین دولت په رسمیت پیژندلو اراده لري.
(last modified 2025-09-02T08:51:11+00:00 )
سنبله 11, 1404 13:20 Asia/Kabul
  • د بلجیم لخوا د فلسطین رسمیت پېژندنه

د بلجیم د بهرنیو چارو وزیر ماکسیم پروو نن سه شنبه اعلان وکړ چې هیواد یې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د فلسطین دولت په رسمیت پیژندلو اراده لري.

فرانسې، کاناډا، بریتانیا او آسټرالیا مخکې د فلسطین دولت په رسمیت پیژندلو خپله اراده اعلان کړې وه.صهیونیستي رژیم په دې وروستیو اونیو کې د غزې په تړانګه کې د پراخو بریدونو او په سیمه کې د نویو جرمونو له امله د خپلو ملاتړو لخوا سختې نیوکې شوي دي.اوس د بلجیم د بهرنیو چارو وزیر ماکسیم پروو اعلان وکړ چې هیواد به یې د "نیویارک اعلامیې" لاسلیک کونکو سره یوځای شي، لیکلي: "بلجیم به د ملګرو ملتونو په غونډه کې فلسطین په رسمیت وپیژني او د اسراییلو په وړاندې به پرېکنده بندیزونه ولګوي."د هغه په وینا بلجیم به صهیونیست مېشتو ځایونو کې تولید شويو توکو په واردولو بندیز او د اسراییلي شرکتونو سره د همکارۍ بیا کتنې په ګډون د صهیونیستي رژیم په وړاندې دولس بندیزونه ولګوي.