سنبله 11, 1404 16:48 Asia/Kabul
  • پر باثباته افغانستان د شانګهای غونډې ټینګار

د تیانجین غونډې په وروستۍ اعلامیه کې د شانګهای همکارۍ سازمان غړو په یوه خپلواک، بې طرفه او له ترهګرۍ څخه پاک افغانستان باندې ټینګار وکړ.

په اعلامیه کې د یو ټول شموله حکومت په جوړولو او په افغانستان کې د مخدره توکو پر وړاندې په مبارزې هم ټینګار شوی.د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په غونډه کې وویل چې اسلام آباد د سیمې لپاره د یو سوله ایز او باثباته افغانستان ملاتړ کوي.هغه ټینګار وکړ چې د هغه هیواد د سرپرست حکومت له چارواکو سره په تماس کې دی او هیله لري چې دا همکاري، د چین سره په همغږۍ کې مثبتې پایلې ولري.د شانګهای همکارۍ سازمان غړو ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د یو ټول شموله حکومت جوړول په هیواد کې د تلپاتې سولې او ثبات د ترلاسه کولو یوازینۍ لاره ده.د سازمان غړو په الماتا کې د منځنۍ آسیا او افغانستان کې د دوامداره پراختیایي اهدافو لپاره د ملګرو ملتونو د سیمه ایز دفتر د پرانستلو هرکلی هم وکړ.