بیجینګ ته د ایران د ولسمشر سفر
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر مسعود پزشکیان چې په روانه اونۍ کې د شانګهای همکارۍ سازمان په پنځه ویشتمه سرمشریزه کې د ګډون لپاره چین ته تللی و، د دغه هیواد پلازمینې بیجینګ ته ولاړ.
ویل کیږي چې پزشکیان به د چین لوړ پوړو حکومتي چارواکو سره مفصلې خبرې اترې وکړي او د سیمه ایزو مسلو او نړیوالو بدلونونو په اړه به مشورې وکړي.د ایران ولسمشر نن د چین د ولسمشر شي جین پینګ په ګډون له څو بهرنیو چارواکو سره ولیدل.د یادونې وړ ده چې د ایران ولسمشر چین ته د خپل سفر په جریان کې د شانګهای او شانګهای پلس په دوو سرمشریزو کې ګډون او ویناوې یې وکړې، او د شانګهای همکارۍ سازمان پنځه ویشتمې سرمشریزې کې د ګډون کوونکو ځینو مشرانو سره یې هم ولیدل.د چین د ولسمشر په بلنه پزشکیان به په بیجینګ کې د دوهمې نړیوالې جګړې د پای ته رسیدو د اتیایمې کلیزې په مراسمو کې ګډون وکړي او د چین د وسله والو ځواکونو پوځي نندارې څخه به لیدنه وکړي.د یادونې وړ ده چې د ایران ولسمشر چین ته د خپل سفر په جریان کې د شانګهای او شانګهای پلس په سرمشریزو کې ګډون او ویناوې وکړې او همدارنګه یې د شانګهای همکارۍ سازمان د پنځه ویشتمې سرمشریزې له ځینو مشرانو سره هم ولیدل.