سنبله 11, 1404 16:45 Asia/Kabul

د افغانستان په ختيځ کونړ ولايت کې لا هم د زلزله وروسته د ژغورنې عملیات روان دي. د کونړ نورګل ولسوالۍ اوسيدونکي د بيړنيو مرستو غوښتنه کوي او ځای چارواکي بيا د زلزلې سيمې ته د بيلابيلو مرستو رسولو خبره کوي او زياتوي چې ايران اسلامي جمهوریت لومړنی هيواد شو، چې سفیر کونړ ولایت ته د غمشریکۍ په موخه راغی او د خوراکي توکو مرسته يې زلزله ځپلو ته راورسوله.