د غزې په مختلفو سیمو د صهیونیستانو بریدونه
سنبله 10, 1404 17:53 Asia/Kabul
د فلسطین روغتیايي سرچینو د دوشنبې په سهار راپور ورکړ چې د د صهیونیستي رژيم پوځ د غزې تړانګې په شمالي، مرکزي او جنوبي سیمو کې هوايي او توپچي بریدونه زیات کړي دي.
ویل کیږي چې د دې بریدونو په پایله کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه ملکي وګړي شهیدان او ټپیان شوي ديصهیونیستي جنګي الوتکو د غزې په مرکزي برخه کې د الاقصی شهیدانو روغتون د بهرني کلینیکونو ساحه هم بمبار کړه. د روغتون په ساحه کې د کډوالو یوه خیمه هم په نښه شوه، چې یو شمیر کسانو ته پکې مرګژوبله اوښتې دهپه غزه کې د فلسطین د حکومت د رسنیو دفتر اعلان وکړ چې د اسراییلو اشغالګر پوځ یو ځل بیا په دیرالبلح ښار کې د الاقصی شهیدانو روغتون په نښه کړی دی، او دا برید په پرله پسې ډول د څوارلسم ځل لپاره ترسره کیږي.