سنبله 27, 1404 17:29 Asia/Kabul
  • د سږکال ۵ میاشتو کې د افغانستان صادراتي وده

د سرپرست حکومت د مالیې وزارت د روان کال په لومړیو پنځو میاشتو کې د افغانستان په صادراتو کې د دیارلس سلنه زیاتوالي خبر ورکړ.

مالیې وزارت نن پنجشنبه په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د روان کال په لومړیو پنځو میاشتو کې د هیواد په ګمرکونو کې د ډیرو اسانتیاوو د رامینځته کیدو له امله د تیر کال د ورته مودې په پرتله د صادراتو او بهرني ټرانزیټ کچه کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.یاد وزارت په یوه احصایه کې وویل چې د تیر کال په ورته موده کې، له افغانستان څخه نورو هیوادونو ته دري څلویښت زره یو سل پنځلس صادراتي بارونه تللي وو، خو د روان کال په لومړیو پنځو میاشتو کې، دا اندازه اته څلویښت زره نهه سوه اته ویشت بارونو ته لوړه شوې، چې دا د دیارلس اعشاریه پنځه سلنه وده ښیي.پاکستان، هند، قزاقستان، متحده عربي امارات، ازبکستان، ترکیه د سوداګرۍ ځایونه وو، او همدارنګه له افغانستان څخه پاکستان، ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان او ایران ته ټرانزیټ وو.